د هېواد د غېږنیونې له مخکښانو په «حاجي قهرمان» مشهور د پهلوان محمد ابراهیم مړی نن دوشنبې (د غبرګولي په دویمه) کابل کې خاورو ته وسپارل شو.
پهلوان محمد ابراهیم تېره ورځ د ۹۶ کلنۍ په عمر د شکرې ناروغۍ له امله د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د پهلوان محمد ابراهیم تر ټولو مهمه لاسته راوړنه ۱۹۶۲زیږدیز کال کې په اسیايي سیالیو کې د خپلو سیالانو له ماتولو سره د برنزو په ارزښت مډال د هېواد په نوم کړ.
د افغانستان د پهلوانۍ فډراسیون چارواکي وايي چې پهلوان ابراهیم په دغې رشته کې په سلګونه مډال راوړونکي لوبغاړي روزلي دي.
د پهلوانۍ فډراسیون روزنکی شېر جان احمدي وویل:«د میوند اتلانو کلپ یو له بنسټ اېښودونکو څخه و. د میوند د پهلوانۍ کلپ په ۱۳۴۰ کال کې له ښاغلي بلخي سره افتتاح شو.»
د سپورټ په ځانګړې توګه د پهلوانۍ مخکښان د پهلوان ابراهیم د جنازې په مراسمو کې د سپورټي څانګو د مخکښانو پر بد وضعیت نیوکه وکړه.
د پهلوان ابراهیم شاګرد سید ابراهیم په دې هکله وايي:«په دې وروستیو کې پهلوانۍ ته دومره پاملرنه نه ده شوې، خو په دې وروستیو درې او څلورو کلونو کې، د خدای په فضل سره پهلوانۍ ډېره وده کړې ده او د پهلوان ابراهیم ډېر شمېر شاګردانو د پهلوانۍ په وده کې ونډه لرلې ده.»
د سپورټ ادارې چارواکو په وروستیو کلونو کې په حاجي قهرمان مشهور د پهلوان ابراهیم له ارزښتمنو فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ د سپورټي څانګو د مخکښانو وضعیت ته د رسېدنې خبره کوي.
د بدني روزنې او سپورټ ریاست د معاونیت سرپرست جان علم خان حسني په دې هکله څرګندوي:«د ورزش اداره لکه څرنګه چې په ځوانۍ کې له هغوی ملاتړ کوي، کله چې سپین ږیري کېږي، هم له هغوی ملاتړ کوي. د سپورټ له مخکښانو ملاتړ د ورزش په قانون کې هم راغلی دی او دا زموږ دنده ده.»
د پهلوان ابراهیم زوی غلام حسین طلوع نیوز ته وویل:«سپورټي بنسټونه او هغو کسانو چې مسوولیت درلود پاملرنه نه وه کړې، خو ځينو چې دولتي مسوولیت نه درلود، تل راغلي او د استاد یاد یې کړی دی.»
د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي ترڅنګ، د خواله رسنیو ځينو کاروونکو د پهلوان ابراهیم د مړینې له کبله غبرګون ښودلی دی.
په دې اړه مو اندونه