Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان کرېکټ بورډ له متحده عربي اماراتو سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، دې بورډ د متحده عربي اماراتو له کرېکټ بورډ سره د هر اړخیزې همکارۍ پنځه کلن هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

یاد بورډ په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، له دې سره د افغانستان کرېکټ بورډ د اماراتو لوبډلې پر وړاندې هر کال درې شل اوریزې لوبې کوي او تر څنګ یې کولای شي له مالي امتیاز ورکولو پرته په‌دې هېواد کې د نورو لوبډلو کوربه‌توب هم وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان په‌دې اړه وایي، دا هوکړه‌لیک د دواړو لوریو تر منځ د لا ډېرې همکارۍ یو غوره پل دی چې په مرسته یې دواړه لوبډلې ترې ښه ګټه پورته کولای شي.

ښاغلی نصیب خان وايي: «په ورزشي انګړ کې به دفتر راکول کېږي او د مالي ملاتړ په موندنه کې به له موږ سره همکاري کوي، د دې تر څنګ، بانکې همکاري به هم راسره کوي، اوس موږ له بانکي مشکلاتو سره مخ یوو.»

نوموړي د افغانستان کرېکټ بورډ لپاره دا هوکړ‌ه‌لیک ډېر مهم بولي او زیاتوي، له کومو لوبډلو سره چې پخوا لوبې ځنډېلې وې، له دې وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ کولای شي د هغوی کوربه‌توب وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ رییس میرویس اشرف وايي، دا هوکړه‌لیک د دواړو ادارو تر منځ د لا ډېرې همکارۍ لپاره یو غوره پیل دی.

ښاغلی اشرف زیاتوي: «د دې هوکړه‌لیک له مخې به افغان کرکټ بورډ لویه اندازه پيسې سپما کړي، په یاد هېواد کې به له نورو لوبډلو سره د لوبو د اجازې فیس ترې نه اخیستل کېږي.»

د کرېکټ بورډ حقوقي سلاکار شهاب په‌دې اړه وايي: «بله ستونزه د افغانستان ملي ټیم د لوبغاړو او همدارنګه د افغانستان کرېکټ بورډ کارکوونکو ته د ویزو اخیستلو کې خنډ او ځنډ د دې باعث ګرځېده چې د افغانستان ځینې پلان شوې لوبې وځندېږي او یا هم لغوه شي.»

له دې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ د نورو لوبډلو د کوربه‌توب لپاره ځانګړی ځای نه‌درلوده، خو د کرېکټ بورډ په وینا له دې هوکړه‌لیک وروسته دوی په ډاډ سره کولای شي په متحده عربي اماراتو کې د نورو لوبډلو کوربه‌توب وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له دې سره د افغانستان کرېکټ بورډ د اماراتو لوبډلې پر وړاندې هر کال درې شل اوریزې لوبې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه