Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افسانوي فوټ‌بالر پېلې په مړینه برازیل درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ

د برازیل د ملي لوبډلې پخوانی ستوری او د فوټبال د نړۍ یو افسانوي ستوری پېلې د ۸۲ کلونو په عمر ومړ.

د فوټبال دغه مشهور لوبغاړی په سرطان ناروغۍ اخته و.

د رویټرز د راپور له مخې، د فوټبال د دغه اتل د مړینې خبر د ساو پاولو په البرټ انشټاین روغتون کې له مړینې څو ساعته وروسته د هغه په انسټاګرام پاڼه کې تایید شو.

د پېلې د مړینې په اړه بېلابېلو سیاسي، کلتوري او سپورټي څېرو غبرګون ښودلی دی.

د برازیل ولسمشر د دغه مشهور ستوري له مړینې وروسته په خپل هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.

هغه د یوې خبرپاڼې له لارې پېلې «یو ستر وګړی او هېوادپال» یاد کړی او ویلي یې دي چې هغه (پېلې) هر چېرې لاړ د برازیل نوم یې پورته کړ.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په یوه ټویټ کې لیکلي، د پېلې دغه افسانه به د تل لپاره پاتې وي.

پېلې خپل مسلکي فوټبال په پنځلس کلنۍ کې له سانتوس کلب څخه پیل کړ او یو کال وروسته یې د برازیل ملي ټیم ته لاره پیدا کړه. نوموړی په نړۍ کې یوازینی لوبغاړی دی چې د برازیل له ملي لوبډلې سره یې ۳ ځلې نړیوال جام ګټلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه