Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ژمنیو لوبو فېسټيوال د بامیانو له اتلولۍ سره پای ته ورسېد

په بامیانو کې د ژمنیو لوبو د فېسټيوال پنځم پړاو د بامیان لوبغاړو له اتلولۍ سره پای ته ورسېد.

د افغانستان د ژمنیو لوبو د فېسټیوال پنځم پړاو تېره ورځ د بامیانو په کوربتوب پیل شو.

د دغو سیالیو په لومړنۍ ورځ د کرلینګ او ایسکېټنګ لوبې ترسره شوې چې د کرلینګ په برخه کې د بامیانو لوبغاړي اتل وپېژندل شول او کابل د دغو سیالیو دویم ځای خپل کړ.

د ژمنیو لوبو د ټولنې رییس اسدالله باتوري وویل:«دا د ژمنیو لوبو د فېسټیوال پنځم پړاو دی چې د بامیانو په کوربتوب ترسره کېږي او د سیالیو له ترسراوي په بېلابېلو څانګو کې د غوره لوبغاړو ټاکل دي.»

د سکي ملي فډراسیون رییس داوود کارګر هم وايي:«داسې کمپنۍ موجودې وې چې زموږ دغه پروګرامونه یې پوښل؛ خو سږکال موږ چې کمپنیو ته مراجعه وکړه موږ ته یې د همکارۍ ژمنه را نه کړه، نو له همدې امله موږ ونه توانېدو ډېر پروګرامونه جوړ کړو.»

ورته مهال ځينې لوبغاړي د لوبو په هکله د ډېرو اسانتیاوو غوښتونکي دي.

لوبغاړي سلمان وویل:«موږ له مسوولانو غواړو چې لوبغاړو ته د سپورټي امکاناتو د برابرولو په برخه کې هڅې وکړي.»

بل لوبغاړي محمد علي هم څرګنده کړه:«موږ سږکال وتوانېدو چې د سیالۍ په ورځ ځان راورسوو او خپلې سیالۍ پيل کړو.»

لوبغاړی احمد سروش هم زیاتوي:«د سنوبورډ نشتوالی کافي دی، خپلو ټولو لوبغاړو ته بسندویه تجهیزات نه لرو»

بامیان په وروستیو کلونو کې د ښاغلو او اغلو ترمنځ د ژمنیو سیالیو د ترسراوي شاهد وو؛ خو سږکال د بهرنیو لوبغاړو په ګډون ښځو هم په کې ګډون نه درلود.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه