د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر نن (شنبه د غویي ۲۹مه) کابل ته راستون شو.
د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، راشد خان تر څلورو کلونو وروسته هېواد ته راستون شوی دی.
راشد خان د ډېر بوخت مهالوېش او سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو له امله په تېرو څلورو کلونو کې نه وو توانېدلی چې هېواد ته راشي.
د هېواد د کرېکټ شل اوریزو لوبو لوبډلمشر، راشد خان تازه د هندوستان په غوره لیګ کې چې د ګجرات ټایټانز لوبډلې لپاره لوبه کوي، خپل سفر پای ته ورسوه.
خان به نږدې راتلونکي کې په ۲۰۲۴ شل اوریزه نړۍوال جام کې د لوبېدو په موخه ویسټ انډیز ته سفر وکړي.
د امریکا او ویسټ انډیز په کوربتوب به دغه نړۍوال جام د روانې زېږیزې میاشتې په ۲۷مه پیل شي.
په دې اړه مو اندونه