Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عربستان کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې تمرینات

د افغانستان قوټبال ملي لوبډله قطر او کویټ سره د لوبو په موخه اوس هم عربستان کې په تمریناتو بوخته ده. 

د فوټبال فډراسیون مسوولینو د دغه تمریناتي کمپ د انځورونو په خپرولو سره د افغان لوبډلې دغه تمرینات قطر او کویټ پر وړاندې د راتلونکو لوبو لپاره ګټور بللي دي. 
 
افغان لوبډلې ۲۰۲۶ نړۍوال جام او ۲۰۲۷ اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په دویم پړاو کې تر دې وړاندې هند ته بایللې وه. 

افغان لوبډله به د دغو سیالیو په لړ کې د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۷مه عربستان کې د قطر او د همدغې میاشتې په ۲۲مه د کویټ پر وړاندې ولوبیږي. 

افغان لوبډلې ۲۰۲۶ نړۍوال جام او ۲۰۲۷ اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په دویم پړاو کې د کویټ او قطر پر وړاندې ماتې خوړلې وه خو د هند پر وړاندې دوه یوه لوبه مساوي او یوه هم وګټله. 

د هېواد ملي لوبډله دا مهال څلورو نمرو سره په خپل ګروپ کې په درېیم مقام کې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه