د کرېکټ ۲۰ اوریزه نړۍوال جام به سبا (یکشنبه د غبرګولي ۱۳مه) په رسمي ډول د افغانستان کرېکټ لوبډلې په شتون امریکا او ویسټ انډیز کې پیل شي.
د دغه جام په لومړۍ لوبه کې به ویسټ انډیز د پي ان جي او دویمه لوبه کې هم امریکا د کاناډا پر وړاندې ولوبیږي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بیا۲۰ اوریزه نړۍوال جام ته د چمتووالي په موخه په خپله دویمه تمریناتي لوبه کې سکاټلنډ ته د ۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان لوبډله به له نیوزیلنډ، ویسټ انډيز، یوګاندا او پي ان جي سره په ګروپ کې ولوبیږي.