Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وېکټور غورسۍ د غوره لیګ د دویم پړاو ترسره کېدو هوکړه لاسلیک شوه

د ویکټور غورسی غوره لیګ د دویم پړاو د پیلېدو په تړاو د موبي ګروپ، د بدني روزنې ریاست او د پامیر د کمپنیو د ګروپ تر منځ ۳ اړخیزه هوکړه لاسلیک شوه.

د ویکټور غورسی د غوره لیګ دویم پړاو د موبي ګروپ په نوښت د طلوع او لمر ټلویزیونونو له لارې د پامیر د کمپنیو د ګروپ په مالي ملاتړ پیلېږي.

د موبي ګروپ کمپنۍ، بدني روزنې د مسوولینو او پامیر کمپنیو د ګروپ ترمنځ د ویکټور غورسۍ د غوره لیګ دویم پړاو د ترسره کېدو په موخه درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو.

مسوولین د دغه هوکړه لیک له لاسلیکولو سره سره وایي چې د غورسي غوره لیګ دویم پړاو به د موبي ګروپ په نوښت او د ویکتور انرژۍ په ملاتړ د لومړي پړاو په څیر په معیاري ډول د اتو زونونو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شي.

د موبي ګروپ اجرایوي رییس، سید نعیم سروري و ویل: غورسۍ لوبه باید له عنعنوي او ولسي لوبې باید رسمي او معیاري لوبې ته بدله شي، په دې کې باید د غورسۍ فدراسیون او د افغانستان د اولمپیک او د پامیر ګروپ د مالي همکارۍ پر مټ دا کار کیږي.

د طلوع ټلویزیون د نشراتو رییس، منصور موحد په دې اړه و ویل: د تېر په څېر چې موږ کوم پروګرامونه درلودل، زه ډاډ ورکوم چې اوس به هم په ښه کیفیت سره دغه سیالۍ لیدونکو ته وړاندې شي.

د پامیر کمپنیو د ګروپ ویاند، میر احمد بهره هم زیاته کړه: هغه موخه چې موږ یې لرو، موبي ګروپ او اولمپیک یې لري هغه موږ ته ډیر ارزښت لري. دغه موخه د سپورټ او سپورټ مینوالو او سپورټي فعالیتونو لپاره ډيره مهمه ده.

د بدني روزنې او ورزش مسوولین د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیک په مراسمو کې له طلوع او لمر ټلویزیونونو څخه ددغو دودیزو سیالیو له خپرېدو خوښي څرګندوي او د دودیزو څانګو پر لا ملاتړ او معیاري کېدو ټینګار کوي.

د بدني روزنې او ورزش سلاکار، حیات الله رحماني و ویل: ډیر ځانګړی تاثیر لري او لکه څنګه چې و ویل شول، په ولایتونو کې څوک څه نه پېژني او هغوی ته د رسنیو له لارې داسې وښودل شي دا به ډیره ګټوره وي.

د بدني روزنې او ورزش د نشراتو مسوول، اتل مشواڼی وايي: د دودیزو لوبو خپرول ډیره ګټه لري او په ځانګړې توګه په کور دننه مینوالو ته دغه ډول لوبې پر خپل وخت ورسیږي او همدا رنګه نورو هېوادونو ته د افغانستان دودیزې لوبې معرفي کړي.

په هېواد کې د ویکتور غورسۍ د غوره لیګ له دویم پړاو سره هم مهاله، د ورزش مینه وال د دغو سیالیو له ترسره کېدو هرکلی کوي.

د کابل اوسېدونکي، محمد ندیم و ویل: ددې لپاره چې د هېواد د ځوانانو لوبه ده، زموږ د ملي لوبډلې لپاره ده او د لمر او طلوع چې خپریږي، موږ یې ملاتړ کوو.

د موبي ګروپ په نوښت او د ویکتور انرژۍ په مالي ملاتړ د ویکتور غورسي غوره لیګ دویم پړاو په نږدې راتلونکې کې په داسې حال کې له طلوع او لمر ټلویزیونونو څخه خپریږي چې د دغو سیالیو لومړی پړاو د نورستان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.

د یادونې ده چې د غورسي لوبه د هېواد یوه له دودیزو لوبو ده چې په بېلابېلو ښارونو او کلیو کې خپل مینه وال لري.

د موبي ګروپ، بدني روزنې د مسوولینو او پامیر کمپنیو د ګروپ ترمنځ د ویکټور غورسۍ د غوره لیګ دویم پړاو د ترسره کېدو په موخه درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه