Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان لوبډلې د نړۍوال جام اتو غوره ټیمونو ته لاره پیدا کړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په روان شل اوریز نړۍوال جام کې خپله درېیمه سیالي له پاپه نیوګیني د ۷ وېکټو په توپیر وګټله او د نړۍوال جام د اتو غوره ټیمونو پړاو ته یې لاره پیداکړه. 

افغان لوبډلې دغه سیالۍ کې د درې ویکټو په سوځېدو په ۱۵ اعشاریه ۱ اورونو کې د پاپه نیوګیني د ۹۶ منډو هدف وروسته تر هغې پوره کړه چې لوبډلمشر راشد خان تر پچې ګټلو وروسته لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه. 

پاپه نیوګیني د ۱۹ اعشاریه ۵ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د ۹۶ منډو هدف ورکړ. 

د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي د ۱۶ منډو په ورکولو سره ۴ اورونو کې درې وېکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. 

د توپوهنې په برخه کې بیا ګلبدین نایب په ۳۶ بالونو ۴۹ تر ټولو ډېرې منډې وکړې. 

تر لوبې وروسته افغان لوبډلمشر، راشد خان د لوبډلې د بریا راز د افغان توپ اچوونکو له لوري ښه پیل یاد کړ او په خبره یې، دغه بریا د افغانستان لپاره ستره لاسته راوړنه ده. 

د کرېکټ نړۍوالې شورا هم د نړۍوال جام په اتو غوره ټیمونو کې د افغانستان شتون تایید کړ. 

ټاکل شوې افغان لوبډله د دغه پړاو خپله وروستۍ لوبه د روانې غبرګولي میاشتې په ۲۹مه له ویسټ انډیز سره ترسره کړي.

شریک یي کړئ