د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن ( سه شنبه د غبرګولي ۲۹مه) د ویسټ انډيز پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شو.
د افغانستان او ویسټ انډيز ترمنځ دغه لوبه کې د پچې تر ګټلو وروسته، افغان لوبډلمشر، راشد خان ویسټ انډیز ته د ټوپوهنې بلنه ورکړه چې ویسټ انډیز د ۵ ویکټو په زیان افغانستان ته د ۲۱۹ منډو هدف ورکړ.
خو افغان لوبډلې په اولسم اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۱۴ منډې وکړې او لوبه یې ویسټ انډیز ته د ۱۰۴ منډو په توپیر وبایلله.
د افغان لوبډلې روزونکي، جانتن ټرټ و ویل: « ډېر کوښښ ته اړتیا لرو، دا حقیقت دی چې لوبه سپین او تور اړخ لري. راتلونکي کې به ښې لوبې وکړو.»
د کرېکټ شنونکي، محمد منیر و ویل: « هند او اسټرالیا پیاوړې لوبډلې دي او په نړۍوالو جامونو کې ډېرې تجربې لري. موږ د لوبډلې په ترکیب کې ځينې بدلونونه غواړو څو بل پړاو کې ښې پایلې ترلاسه کړو.»
د افغان لوبډلې د دغې ماتې سره سره افغانستان د نړۍوال جام دویم پړاو (اتو غوره لوبډلو) ته لاره پیداکړې ده.
افغان لوبډله به د روانې غبرګولي میاشتې په ۳۱مه د هند پر وړاندې د نړۍوال په دویم پړاو کې له هند سره ولوبیږي.
په دې اړه مو اندونه