Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرېکټ شل اوریز جام نیمه پای لوبې ته د ملي لوبډلې د لار موندنې لمانځنه

د کرېکت په لسګونه زره مینه‌والو او هېوادوالو نن (سې‌شنبې) په پلازمېنه او د هېواد ځينو نورو ولایتونو کې د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام سیالیو نیمه‌پای لوبې ته د افغان لوبډلې لار موندنه په خوښیو او جشنونو لمانځي.

د کرېکټ مینه‌وال او هېوادوال په دغه جام کې د ملي لوبډلې د ځلېدو له هرکلي سره، هیله څرګندوني چې، په نیمه‌پای لوبه کې د سوېلي افریقا له ماتولو سره د دغو سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړي.
   
د ننګرهار اوسېدونکی فرازخان په دې هکله وايي:«دغه د کرېکټ لوبه ده چې، موږ له نړۍ سره سیال کوي او د ټولې نړۍ خوشحالي موږ ته راکوي.»

د کابل اوسېدونکي فضل‌الرحمان هم وویل:«ډېره خوشحالي وه له حده زیاته خوشحالي وه، افغانستان خو کومه خوشحالي نه‌لري یوازې د کرېکټ خوشحالي ده، ځينو خلکو ژړل، ځينو خندل یو شمېر نور بیا احساساتو داسې لاندې کړي وو چې، هېڅ غږېدای نه‌شوی.»

د کونړ اوسېدونکی ننګیالی اتل څرګندوي:«چوک ته راغلي یو او دلته د کېک مراسم ترسره کوو، او همدا‌راز ټولو مینه‌والو خوښۍ وښوده او احساسات یې څرګند کړل.»

که څه هم له یوې خوا د لوبې په ډګر کې افغان لوبغاړو او روزونکو له بریا وروسته د خوښۍ اوښکې توی کړې، خو بل پلو په کور دننه د کرېکټ مینه‌والو دا ستره او تاریخي بریا په خوښیو او جشنونو ولمانځله.

د پکتیا اوسېدونکی سمیع‌الله وايي:«په روغتون کې بستر وم کله چې، خبر شوم افغانستان لوبه وګټله، په ګډو او ماتو لاسونو چوک ته راغلم. ان‌شاالله سوېلي افریقا ته به هم ماتې ورکوو او دا نړۍوال جام به موږ افغانستان ته راوړو.»

د کابل اوسېدونکی عبدالحمید رحیمزی هم څرګندوي:«په ژوند کې دومره خوشحاله شوی نه‌وم او خپل احساسات نه‌شوم کنټرولولی.»

د افغان کرېکټ مینه‌وال د دې سیالیو په لړ کې د افغان پړانګانو لاسته راوړنې ستايي او هیله من دي چې، د سوېلي افریقا له ماتولو سره د شل اوریز نړۍوال جام سیالیو پای لوبې ته لار پيدا کړي.
 
د خوست اوسېدونکی سیال طلوع‌نیوز ته وویل:«یقیناً د افغانستان په تاریخ کې داسې لوبه نه‌ده ګټل شوې، ډېر خوشحاله یم او خپل احساسات نه‌شم کنټرولولی.»

افغانستان د دغو سیالیو په نیمه‌ پای لوبه کې د روانې اوونۍ د پنجشنبې پر سهار له سوېلي افریقا سره مخامخ کېږي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه