Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روان شل اوریز نړۍوال جام ګټونکې لوبډلې ته څومره پیسې ورکول کیږي؟

د کرېکټ د نړۍوالې شورا له قوله، د ټول ټورنمنټ لوبډلو ته د جایزو د ورکړې لپاره ځانګړې شوې پیسې ۱۱ اعشاریه ۲۵ میلیون ډالره ده چې د ۲۰۲۲ کال پرتله دوه چنده شوې ځکه هغه مهال دا جایزه ۵ اعشاریه ۶ میلیون ډالر وه.

د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ نړۍوال جام ګټونکي به سږ کال د ځلېدونکي جام ترڅنګ د ۲ اعشاریه ۴۵ میلیون ډالرو جایزه هم ترلاسه کړي، چې د شل اوریز جام د تاریخ تر ټولو لوړه جایزه ده.

دغه جایزه د ۲۰۲۲ کال پرتله ۸۵۰ زره زیاته شوې ده. په ۲۰۲۲ کال کې چې په اسټرالیا کې نړۍوال جام شوی و، انګلستان ۱ اعشاریه ۶ میلیون ډالره جایزه له ځان سره وړې وه.

د کرېک انفو د  راپور پر بنسټ، سږ کال په شل اوریز نړۍوال جام کې ۲۰ لوبډلو ګډون کړی و چې له همدې امله د ټول ټورنمنټ جایزه هم لوړه شوې وه څو په ټولو لوبډلو په سمه توګه و ویشل شي.

هغه لوبډله چې له تر پایلوبې یې ځان رسولی او هلته یې بایللې هغې لوبډلې ته به بیا ۱ اعشاریه ۲۸ میلیون ډالره او هغه لوبډلې چې په نیمه پایلوبه کې ماتې شوې دي هغوی ته به ۷۸۷،۵۰۰ ډالر ورکول کیږي چې دغه قیمتونه په ۲۰۲۲ کال کې ۸ سوه زره او ۴۰۰ زره وو.

پاتې نورې هغه لوبډلې چې په اته غوره لوبډلو کې لوبېدلې دي هغوی ته به ۳۸۲،۵۰۰ زره ورکړای شي او هغه لوبډلې چې له ۱۲مې درجې تر ۹مې درجې دي هغوی ته به ۲۴۷،۵۰۰ زره ورکړل کیږي.

د نړۍوال جام هرې لوبېدونکې ډلې ته بیا د هر لوبې پر سر پرته هغو لوبډلو چې نیمه پایلوبې ته رسېدلي، ۳۱ زره ۱۵۴ ډالر ورکول کیږي.

د کرېکټ د نړۍوالې شورا اجراییه رییس، جيف الارډېس  په یوه مرکه کې ویلي، کرېکټ لوبه داسې ده چې د نړۍ په کچه سلګونه زره مینه وال لري او هغوی ترې خوند اخلي.

په لومړني پړاو کې په دغه ټورنمنټ کې ۴۰ ګډون کوونکې لوبډلې وې چې له دغه پړاو یې یې اته غوره لوبغاړو ته مستقیم او بیا پایلوبې ته لار و مونده.

په پام کې ده چې وروستۍ لوبه (پایلوبه) به د روانې جون میاشتې په ۲۹مه د باربادوس په برېج ټاون ښار کې وشي.

د کریکټ نړۍوال جام هرې لوبېدونکې لوبډلې ته بیا د هر لوبې پر سر پرته له هغو لوبډلو چې نیمه پایلوبې ته رسېدلي، ۳۱ زره ۱۵۴ ډالر ورکول کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه