Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نړۍوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره د سنوکر د ملي لوبغاړو چمتووالی

د افغانستان د سنوکر ملي لوبغاړي په منګولیا کې، د دغې څانګې د نړۍوال جام په سیالیو کې ګډون کوي.

د دغې څانګې په انتخابي او وروستۍ سیالیو کې چې، نن (سې‌شنبې) په کابل کې پیل شوه، د منګولیا په نړۍوال جام کې د ګډون لپاره د څلور غوره لوبغاړو له پېژندلو سره پای ته ورسېدې.

د سنوکر چارواکي وايي چې په دغو سیالیو کې، د کابل، ننګرهار و هرات ولایتونو ۲۰ لوبغاړو نړۍوالو سیالیو ته د لارموندنې په پار دوه اوونۍ سره سیالي وکړه.

د سنوکر فډراسیون سکرتر جنرال شکېب سخي په دې هکله وویل:«د منګولیا نړۍوال جام سیالۍ د فول، بال او شپږ بالو په برخه کې دي او د اولمپيک ملي کمېټې په دغو سیالیو کې د څلورو لوبغاړو ملاتړ کوي.»

د دغو انتخابي سیالیو په پای لوبه کې صالح محمد محمدي څلور د شپږو پر وړاندې د احمد ادریس رسولي پر وړاندې ماتې وکړه. د دغو سیالیو په بله لوبه کې د کابل استازي حسین د هرات د لوبغاړي ظریف پر وړاندې بریا ترلاسه کړه او د اتلولي لقب یې خپل کړ.

د سنوکر د ملي لوبډلې غړی احمد ادریس رسولي وايي:«سیالۍ منګولیا ته د یوه سفر په منظور دي. د سیالیو کچه عالي وه په دغو سیالیو کې د درې ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی وو.»

د سنوکر د ملي لوبډلې بل غړی صالح محمد محمدي هم څرګندوي:«دولت دې متوجه شي او د لوبغاړو ملاتړ دې وکړي، ډاډه یم که‌چېرې پر لوبغاړو مصرف وشي، په راتلونکي کې د سنوکر په برخه کې ښه پایله ترلاسه کوو.»

د سنوکر نړۍوال جام سیالۍ د بېلابېلو هېوادونو د لوبغاړو له ګډون سره تر راتلونکې یوې میاشتې د منګولیا په کوربتوب پیلېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه