امو لوبډلې د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو په پایلوبه کې بند امیر ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه او د دغه پړاو اتلولي یې خپله کړه.
بند امیر د پچې تر ګټلو وروسته لومړی توپوهنه غوره کړه او ټاکل شویو شلو اورونو کې یې امو ته د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.
بند امیر لپاره صدیق اتل په ۵۷ توپونو ۷۵ او حشمت الله شهیدي هم په ۵۳ توپونو ۷۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.
امو لپاره بیا په ۱۴ توپونو د زبید اکبري ۴۰ منډو د دغې سیالۍ بڼه بدله کړه او خپله لوبډله یې بریا ته نږدې کړه.
د زبید اکبري سربېره امو لپاره شاهد کمال او محمد اسحاق رحیمي هم په غوره توپوهنې سره دغه هدف په ۱۸.۵ اورونو کې پوره کړ.
شاهد کمال دغه لوبه کې ۳۸ توپونو ۵۹ ناسوځېدلې منډې او اسحاق رحیمي هم په ۴۳ توپونو ۴۷ منډې وکړې.
د کرېکټ بورډ ویاند، سید نسیم سادات د شپږیزه کرېکټ لیګ په تړاو و ویل: « د افغانستان د کرېکټ مشهور ستوري کابل ته راغلل او دغو سیالیو کې یې ګډون وکړ، ځوانانو سره ګډ په بېلابېلو لوبډلو کې ځای پر ځای شوي و او زه ډاډمن یم چې ځوانانو به له دوی ډېر څه زده کړي وي.»
د افغانستان کرېکټ ځینې لوبغاړي هم شپږیزه کرېکټ لیګ د کورني کرېکټ پراختیا په برخه کې مهمه بولي.
د ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکي، صدیق اتل و ویل: « ټول غت لوبغاړي دلته و، نو دلته راشد خان، نوین، فضل الحق په څېر لوبغاړو پر وړاندې ښه لوبه کول نو دا خپله د ډاډ یوه ستره نښه ده.»
ټاکل شوې نږدې راتلونکي کې د کورني کرېکټ فرسټ کلاس سیالۍ هم د ننګرهار په کوربتوب پیل شي.
په دې اړه مو اندونه