د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې بریټانیوي روزونکي اشلي ویسټووډ له خپلې دندې استعفا کړې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسوولینو طلوعنیوز ته ویلي، اشلي ویسټووډ افغانستان کې د بانکي ننګونو، د بودیجې نشتوالي او د نوموړي د څو میاشتو حقوقو د نه ورکړې له امله له خپلې دندې لاس په سر شوی او خپل قرارداد یې په یو اړخیزه توګه لغوه کړی دی.
دغه بریټانیوی روزونکی د ملي لوبډلې د ځینو لوبغاړو او پخواني روزونکي عبدالله المطیري ترمنځ تر ترینګلتیاو وروسته تېر زېږیز کال کې په یوه کلن قرارداد سره د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکی وټاکل شو.
ویسټووډ د ۲۰۲۶ نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالیو په دویم پړاو او ۲۰۲۷ اسیا جام سیالیو کې د افغانستان لپاره مثبتې پایلې لرلې.
اشلي ویسټووډ د افغان لوبډلې له روزنې تر استعفا وروسته سم د لاسه د هانکانګ د فوټبال له لوبډلې سره قرارداد کړی دی.
په دې اړه مو اندونه