Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ټیبل ټینس سیالیو د نوي پړاو پيل

د ټیبل ټینس ملي لوبډلې لپاره د غوراوي سیالیو ۱۷م پړاو نن (پنجشنبه) له بېلابېلو عمرونو د ۸۰ لوبغاړو په ګډون پیل شو. 

مسوولین وایي، دغه لوبغاړي د کابل په ګډون له ۱۷ ولایتونو د ټیبل ټینس دغو سیالیو کې ګډون کوي. 

د ټیبل ټینس فډراسیون سرپرست جاوید شرفي و ویل: « ټایلنډ کې ترسره کېدونکو سیالیو ته چمتووالی نیسو، ورسره څنګ کې ایران کې یو تمریناتي کمپ لرو او د لوبغاړو تر غوراوي وروسته د ورزش ادارې په ملاتړ ګډون کوو.»

د ټیبل ټینس ملي لوبډلې روزونکی، عبدالسمیع جامي وایي: « دغه سیالۍ سربېره پر دې چې د لوبغاړو ترمنځ د ملګرتیا لامل کیږي د ټیبل ټینس فډراسیون له مسوولینو سره د غوره څېرو په غوراوي کې هم مرسته کوي.»

لوبغاړي هم د دغو سیالیو ترسره کېدو ته خوشاله دي خو وایي، د ټیبل ټینس سیالیو مخته وړلو په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي. 

د بلخ د ټیبل ټینس ملي لوبډلې غړي، الیاس انصاري د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: « له اسلامي امارت او ټیبل ټینس له فډراسیون مو غوښتنه ده چې موږ سره د تجهیزاتو په برخه کې مرسته وکړي څو ښه تمرین وکړو او بهرنیو سیالیو ته چمتو شو.»

ټاکل شوې له دغو سیالیو ۳۰ لوبغاړي د ټیبل ټینس ملي لوبډلې ته غوره شي او د ټایلنډ په اسیایي سیالیو کې ګډون وکړي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه