د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د نړۍوال جام په لومړۍ سیالۍ کې سبا (یکشنبه) د انګولا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.
د ملي لوبډلې روزونکی او لوبغاړي وایي، د نړۍوال جام دغو سیالیو ته یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.
د روزونکي په خبره، افغان لوبغاړي به دغو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.
افغان لوبډله د نړۍوال جام په سیالیو کې له ارجنټاین، انګولا او اوکراین سره په سي (C) ګروپ کې ده.
دغه نړۍوال جام د ازبیکستان په کوربتوب ترسره کیږي.
په دې اړه مو اندونه