له درېیو ورځو په کمه موده کې به د ۱۹ کلنو فوټبال لوبغاړي له کابله سعودي ته ولاړ شي، څو د اسیا جام سیالیو ته د لار موندنې په لوبو کې ګډون وکړي.
د فوټبال د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې مسوولین وايي، لوبغاړي یې له فزیکي پلوه چمتو دي، چې په دغو سیالیو کې له سیالو ډلو سره غوره لوبې وکړي او هڅه کوي چې د هېواد په ګټه ښې پایلې ترلاسه کړي.
د فوټبال د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام ته د غوراوي په سیالیو کې د اسټرالیا، کوربه سعودي عربستان، ماکاو او فلسطین له لوبډلو سره سیالي کوي.
د فوټبال د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ وروستۍ ورځې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام ته د لار موندنې په سیالیو کې د ګډون په موخه په پلازمینه کې دوام لري.
په دې اړه مو اندونه