د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په ازبېکستان کې د فوټبال د نړۍوال جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه له ارجنټاین سره وکړي.
دغه حساسه او په زړه پورې لوبه به د ازبېکستان په پلازمېنه تاشکند کې د انګولا پر وړاندې د نړۍوال جام د لومړۍ لوبې له ګټلو وروسته وشي.
د افغانستان د فوټسال لوبډله په ازبېکستان کې د فوټبال د نړۍوال جام په C ګروپ کې د ارجنټاین، انګولا او اوکراین سره په یوه ګروپ کې ده.
د فوټسال لوبغاړي دنړۍوال جام لپاره د چمتووالي په موخه له تېرو څو اونیو راهیسې په ټایلنډ کې دوستانه کمپونه درلودل او تمریناتي لوبې او ټورنمنټونه یې وکړل.
د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام څو ورځې وړاندې د ازبېکستان په تاشکند ښار کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون پیل شو چې هرې څلور لوبډلې په شپږ ډله اییزو ګروپونو کې لوبیږي.
په دې اړه مو اندونه