Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د نړۍوال جام دویمه لوبه ارجنټاین ته وبایلله

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ازبیکستان کې د نړۍوال جام په خپله دویمه سیالۍ کې تېره ورځ (چهارشنبه) له ارجنټاین ماتې ومنله. 

افغان لوبډلې دغه لوبه د ۲ پر ۱ توپیر وبایلله. 

د افغانستان او ارجنټاین ترمنځ دغه سیالۍ کې د ارجنټاین لوبغاړو په لومړۍ نیمه کې یو ګول و واهه، خو افغان لوبغاړو لومړۍ نیمه کې د ګول وهلو فرصتونه له لاسه ورکړل او لومړۍ نیمه د ارجنټاین په ګټه ۱ پر صفر پایته ورسېده.

دویمه نیمه کې بیا محمد حسین محمدي د افغانستان لپاره ګول و واهه او دغه لوبه یې مساوي کړه؛ خو افغان لوبغاړو ونشو کولای چې دغه حالت همداسې وساتي او ارجنټایني لوبغاړو دویم ګول هم و واهه او لوبه یې ۲ پر ۱ په خپله ګټه کړه. 

افغان لوبغاړو تر دغې پایلې وروسته ډېره هڅه وکړه، چې لوبه یو ځل بیا مساوي کړي، خو ونه توانېدل. 

افغان لوبډلې د نړۍوال جام خپله لومړۍ لوبه کې انګولا ته د ۶ پر ۴ توپیر سره ماتې ورکړې وه. 

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله به د ګروپي لوبو خپله وروستۍ سیالۍ د شنبې پر ورځ د اوکراین پر وړاندې ترسره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه