د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا جام د غوراوي سیالیو په دویمه لوبه کې د دوشنبې په ماښام له اسټرالیا سره لوبه وکړه.
د دې لوبې لومړۍ نیمايي د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۰-۰ په مساوي پای ته ورسېده او په دویمه نیمايي کې اسټرالیا لوبډلې لوبه ۲-۰ په خپله ګټه پایته ورسوله.
د فوټبال د ملي لوبډلې مشر روزونکي د اسټرالیا پر وړاندې د دغې ماتې لامل شخصي تېروتنې ګڼي.
له ۲۰ کلنو کم عمره لوبغاړي وايي، د سعودي عربستان پر وړاندې به په خپله بله لوبه کې چې د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ ترسره کېږي، مثبته پایله ترلاسه کړي.
له شل کلنو د کم عمره فوټبال ملي لوبډلې ګول ساتونکي صديق وويل، چې په راتلونکو لوبو کې به هڅه وکړي، چې ښه لوبه وکړو، څو خلکو ته خوښي ورکړو.