Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فوټسال په نړۍوال جام کې د افغان لوبډلې سفر پایته ورسېد

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د پاراګوای پر وړاندې د درې پر یو توپیر ماتې ومنله او د نړۍوالو جام له سیالیو بهر شوه.

د افغانستان او پاراګوای ترمنځ دغه سیالۍ تېره ورځ (چهارشنبه) ماښام مهال ترسره شوه.

دغه سیالۍ د افغان لوبغاړو له بریدګرې لوبې سره پیل شوه، چې د لوبې لومړی ګول د افغانستان لپاره حمید رضا حسیني و واهه او له دې وروسته د پاراګوای لوبډلې هم په لوبه کې بدلون غوره کړ او پر افغان لوبډلې یې بریدونه پیل کړل؛ خو بې پایلې و او لومړۍ نیمه د افغانستان په ګټه ۱ پر صفر پایته ورسېده. 

د پاراګوای لوبډلې بیا د لوبې دویمه نیمه ډېره ښه پیل کړه او د دویمې نیمې په لومړیو کې یې د مساوي ګول و واهه. 

دغه لوبه د قانوني وخت تر پایه یو پر یو مساوي پایته ورسېده؛ خو د پاراګوای لوبغاړو د لوبې په اضافي وخت کې وکولای شول دوه نور ګولونه هم و وهي او لوبه وګټي. 

د فوټسال نړۍوال جام سیالۍ سږ کال د ازبیکستان په کوربتوب ترسره کېږي.

شریک یي کړئ