د جودو افغان لوبغاړي تېره ورځ (جمعه د سپټمبر ۲۷مه) د ایران د سولې او دوستۍ په سیالیو کې د خپلو سیالانو پر وړاندې ولوبېدل.
دغو سیالیو کې صفي الله خلیل، سید احمد مصمم، محمد ایوبي او محمد تاجیک د افغانستان په استازولۍ د لوبې ډګر ته ښکته شول او د سرو او سپینو زرو څلور مډالو یې وګټل.
د سرو زرو یوازینی مډال بیا د افغانستان لپاره سید احمد مصمم په ۷۳ کیلو ګرامه وزن کې وګټه.
د سولې او دوستۍ په نوم د جودو دغه سیالۍ د ایران په زاهدان ښار کې له افغانستان، ایران، پاکستان او سریلانکا د لوبغاړو په ترمنځ پيل شوې چې له افغانستانه پکې شپږو لوبغاړو ګډون کړی دی.
دغه افغان لوبغاړي داسې مهال د ایران په اسیایي سیالیو کې مډالونه ترلاسه کوي چې تر دې وړاندې د دغې لوبې فډراسیون د جودو لوبغاړو د ښه چمتووالي په موخه دغه سیالۍ په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې جوړې کړې وي.
ورته مهال دغو سیالیو کې د تکواندو افغان لوبغاړو میلاد فیضي، سعید وثیق او سید بهادر هم د برنزو مډالو ګټلي دي.