د میثم اشتیاني د معرفي مراسم په کابل کې ترسره شول.
په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې د فوټبال فدراسیون مسوولین وايي، ښاغلی اشتیاني د ساحلي فوټبال له ښې تجربې برخمن دی او له ډېرې ارزونې وروسته يې د روزونکي دندې ته ټاکلی دی.
د دغې ایراني روزونکي تړون درې میاشتنی دی، چې د فدراسیون له لوري د ښه کړنو په ترڅ کې به یې تړون نور هم وغځول شي.
د ساحلي فوټبال ځينې روزونکي او لوبغاړي، د میثم اشتیاني ټاکل کېدل یو مثبت ګام بولي، چې ورسره به د هېواد ساحلي فوټبال پرمختګ وکړي.
د ساحلي فوټبال لوبډله به د اسیا په سیالیو کې له ګډون مخکې، په کابل او له هېواده د باندې تمریني او استعداد موندنې کمپونه جوړ کړي.
ښاغلی اشتیاني چې ایرانی دی، پخوا هم د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د لارښود مسوولیت درلود.