د برازیل فوټسال ملي لوبډلې ازبیکستان کې د ۲۰۲۴ فوټسال نړۍوال جام د سیالیو اتلولي وګټله.
برازیل د فوټسال نړۍوال جام په پایلوبه کې تېره ورځ (یکشنبه) ناوخته ارجنټاین ته د ۲ پر ۱ توپیر ماتې ورکړه.
د برازیل او ارجنټاین ترمنځ دغه پایلوبه د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوه.
د ۲۰۲۴ په فوټسال نړۍوال جام کې ۲۴ لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.
د نړۍوال جام غوره ګول ساتونکی ویلیان، غوره ګول وهونکی مارسل او غوره لوبغاړی دیګو درې واړه له برازيل لوبډلې غوره شوو.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې هم دغو سیالیو کې ګډون کړی و او د شپاړس غوره لوبډلو تر پړاوه ورسېده.