د جودو لوبغاړي له بیلابیلو ولایتونو بغلان ته راغلي چې ملي لوبډلې ته د غوراوي په سیالیو کې ګډون وکړي.
په دغو سیالیو کې د ۱۴ ولایتونو د جودو لوبغاړي د بغلان په کوربه توب راټول شوي وو.
د دغو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو پېژندل او ملي لوبډلې ته یې غوره کول دي.
د جودو فدراسیون مسوولین وايي، په دغو سیالیو کې ۲۰۰ لوبغاړو ګډون کړی چې د پنځه ورځو لپاره به ملي لوبډلې ته د لار موندنې په سیالیو کې برخه اخلي.
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د جودو ملي لوبډلې ته د غوراوي سیالۍ ترسره شوې دي.