د هېواد د فوټبال اولس کلنو ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو کې ماکایو ته له ۹-۰ پایلې سره ماتې ورکړه.
د افغانستان ملي لوبغاړو نن (چهارشنبې) له غرمې وروسته په کمبودیا کې د ماکایو پر وړاندې سیالي وکړه.
دا د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو کې د افغان لوبغاړو دویمه پرلهپسې بریا ده. د هېواد د اولس کلنو ملي لوبډلې له دې مخکې فیلېپين ته ۸-۰ پایلې سره ماتې ورکړې وه.
افغان لوبغاړي به د جمعې په ورځ (د لړم په ۴مه چې، د اکټوبر له ۲۵مې سره برابره ده) د سیالیو د کوربه هېواد [کمبودیا] پر وړاندې سیالي وکړي.
د هېواد د اولس کلنو ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام په غوراوي سیالیو کې د ماکایو، فیلېپين، بنګلهدېش او کمبودیا سره په یوه ګروپ کې ده.
په دې اړه مو اندونه