د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د بنګلهدېش له ماتولو سره، د اسیا ملتونو جام ته لار پيدا کړه.
د فوټبال ملي لوبغاړو د اسیا ملتونو د غوراوي سیالیو په چوکاټ کې په خپله وروستۍ لوبه کې، ۳-۲ پایلې سره بنګلهدېش ته ماتې ورکړه او په څلورو لوبو کې، د ۱۲ امتیازونو په ترلاسه کولو سره یې د اسیا ملتونو د ۲۰۲۵ جام سیالیو ته لار پیدا کړه.
دغه لوبې د کمبودیا په کوربتوب ترسره شوې.
د هېواد د ۱۷ کلنو ملي لوبغاړو په خپله لومړۍ، دویمه او درېیمه لوبه کې، د فیلېپین، ماکایو او کمبودیا لوبغاړو ته ماتې ورکړې وه.
د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام په غوراوي سیالیو کې په «بي» ګروپ کې د فیلېپین، ماکایو، کمبودیا او بنګلهدېش لوبډلو سره همډلې وه.
د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلو د اسیا ملتونو جام سیالۍ به د افغانستان په ګډون، د ۲۰۲۵ زیږدیز کال، په جنورۍ میاشت کې، د سعودي عربستان په کوربتوب ترسره شي.
په دې اړه مو اندونه