د هېواد د بدني ښکلا او فټنس لوبغاړو مالدیف کې د دغې برخې په نړۍوالو سیالیو کې د سرو زرو، سپینو زرو او برنزو اووه مډوالونه وګټل.
د بدني ښکلا او فټنس فډراسیون مسوولین وایي، افغان لوبغاړي نن (یکشنبه) د خپلو سیالانو پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شول او د برنزو درې مډالونه یې وګټل.
دغو سیالیو کې د بدني ښکلا افغان لوبغاړي علي رضا اساهي چې تر دې وړاندې یې د سرو زرو مډال ګټلی و، دا ځل یې د برنزو مډال ترلاسه کړ، محمد ایوب اعظمي د برنزو مډال وګټه او عبدالحلیم هم د فټنس په برخه کې د برنزو مډال ګټلی دی.
تر دې وړاندې هم حمید الله عمري، نصیب الله عظیمي او حمید الله خوشحال دغو سیالیو کې د افغانستان لپاره د سپینو زرو او برنزو مډالونه ګټلي و.
د بدني ښکلا او فټنس د نړۍوالو سیالیو ۱۵ پړاو سږ کال مالیدیف کې ترسره شو.
په دې اړه مو اندونه