د افغانستان له نولس کلنو کم عمره لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۸ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ نن (یکشنه) ترسره شوه چې متحده عربي اماراتو د لوبې د پچې په ګټلو سره افغان لوبډلې ته د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۸۹ منډې هدف ورکړ.
افغان لوبډلې دغه هدف د خپلو دوو وېکټو په سوځېدو پوره کړ.
افغان لوبډلې له پاکستان او متحده عربي امارتو سره روانه درې اړخیزه یو ورځنۍ لوبلړۍ کې تر دې وړاندې هم له خپلو درېیو سیالیو دوه هغه ګټلې وې.