Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرېکټ اتلانو جام کابل ته راوړل کېږي

د افغانستان د کرېکټ بورډ مسوولین وايي، د کرېکټ اتلانو جام به کابل ته را ولېږدول شي.

د دوی په وینا، دا جام به سبا سې‌شنبه له متحده عربي اماراتو کابل ته راورسېږي او د هېواد په بېلابېلو‎ تاریخي ځایونو کې به د دې لوبې مینه‌والو ته نندارې ته وړاندې شي.

د کرېکټ اتلانو سیالۍ به د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ میاشت کې د پاکستان په کوربتوب د ۵۰ اورونو په چوکاټ کې د اتو هېوادونو ترمنځ، چې په‌کې د افغانستان ملي لوبډله هم شامل ده، پېل شي.

د کرېکټ اتلانو جام د نندارې لپاره افغانستان ته لېږدول کېږي، په داسې حال کې چې، په ۲۰۱۷ کال کې پاکستان د هند په ماتې ورکولو سره اتل شو.

د کرېکټ اتلانو سیالۍ هر څلور کاله وروسته د کرېکټ نړۍوالې شورا لخوا د یوه هېواد په کوربتوب ترسره کېږي.

شریک یي کړئ