Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وینیسیوس جونیور د فیفا له‌خوا د نړۍ د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو

د فیفا د کال د غوره کسانو مراسم چې د "The Best" په نوم یادېږي، د سه‌شنبې په شپه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شول، چې په پای کې د ریال مادرید برازیلي لوبغاړي وینیسیوس جونیور د فیفا د کال د غوره لوبغاړي لقب وګاټه.

په همدې مراسمو کې، د ریال مادرید د فوټبال لوبډلې ایټالوي روزونکی کارلو انچلوټي د کال د غوره روزونکي په توګه وټاکل شو.

همدا راز، د اسټون ویلا مشهور ارجنټاینی ګول‌ساتونکي، ایمیلیانو مارتینز، د نړۍ د غوره ګول‌ساتونکي جایزه وګټله.

په دې مراسمو کې، د ښځو د غوره لوبغاړې جایزه د بارسلونا ټیم غړې، آیتانا بونماتي، چې د اسپانیا اوسېدونکې ده، وګټله، او د فیفا له‌خوا د ښځو د غوره روزونکې لقب د انګلستان اما هایس ته ورکړل شو.

سربېره پر دې، د کال غوره ګول د "الخاندرو ګارنچو" لخوا وګټل شو، او د فیفا د کال لوبډله کې لاندې لوبغاړي وټاکل شول: ایمیلیانو مارتینز (ګول‌ساتونکی)، ویلیام سالیبا، انټونیو روډیګر، ډیاس، داني کارواخال، بیلینګهم، رودري، ټوني کروس، وینیسیوس جونیور، ارلینګ هالند، او لامین یامال.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه