Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد له کرېکټه د خلکو ملاتړ؛ دغه سپورټ باید سیاسي نه‌شي

د هېواد ورزشکاران او د کرېکټ مینه‌وال د انګلستان او سوېلي افریقا د ځینو هغو سیاستوالو پر لیدلوري چې، ګواکې د اتلانو جام سیالیو کې به د افغانستان  کرېکټ له ملي لوبډلې سره لوبې نه‌کوي، نیوکه کوي.

هغوی د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې د ملاتړ ترڅنګ وايي چې، د کرېکټ لوبه باید له سیاست سره ونه‌تړل شي.

دغه لیدلوري په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقص د ادعاوو په دلیل، څرګند شوي دي.

د هېواد یو له لوبغاړو میلاد عزیزي د کرېکټ په هکله وویل:«ډېر کلونه کېږي چې، د افغانستان کرېکټ د خلکو پر شونډو خندا راوړې ده. له نړۍوالې ټولنې او د نړۍ په کچه د دغې څانګې له مسوولانو غواړو چې، سپورټ سیاسي نه‌کړي»
    
بل ورزشکار شفیع هم څرګندوي:«له بهرنیو هېوادونو زما هیله دا ده چې، سپورټ سیاسي نه‌کړي؛ په ځانګړې توګه کرېکټ، جمناستیک، والیبال او فوټبال چې، د دغو رشتو لوبغاړي د سولې سفیران دي.»

بل خوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي هم وایي چې، ورزش په تېره بیا کرېکټ د دوی پر شونډو موسکا راوستې ده او د نورو هېوادونو له لوري د دې لوبې د ملات غوښتنه کوي.

د کرېکټ مینه‌واله لیما شېرزۍ وايي:«د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ډېرې بریاوې لرلې دي او ځينې پروژه‌يي عناصر شته او غواړي چې، دغه سپورټ سیاسي وښيي.»

بل خوا، ځينې کرېکټ پوهان هم په دې تړاو بېلابېل لید لوري لري.
        
د کرېکټ کارپوه اسلام توتاخېل وویل:«په افغانستان کې خلک له کرېکټ سره دومره مینه لري چې، هېڅوک یې د درولو وس نه‌لري.» 

د هېواد د کرېکټ پر ملي لوبډلې د برېټانیا او سوېلي افریقا کې د ځینو سیاستوالو نیوکې وروسته تر هغې پیل شوې چې، هغوی ادعا وکړه د برېټانیا لوبډله باید په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض له امله د کرېکټ له ملي لوبډلې سره لوبه ونه‌کړي.

خو دا غوښتنې په دې وروستیو کې د کرېکټ د نړۍوالې شورا او د برېتانیا د بورډ لخوا رد شوې، او د کرېکټ یو شمیر مینه‌والو او ځینو سیاسي څېرو په ځانګړې توګه پخواني ولسمشر حامد کرزي، په دې تړاو غبرګون وښود او ویې ویل چې، سپورټ باید له سیاسي مسایلو لېرې وساتل شي.
 
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي هم وایي چې ورزش په تېره بیا کرېکټ د دوی پر شونډو موسکا راوستې ده او د نورو هېوادونو له لوري د دې لوبې د ملات غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه