Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د سنو بورډ لوبغاړي د چین په ژمنیو المپیک سیالیو کې لوبیږي

د افغانستان د سنو بورډ ملي لوبغاړي نن (جمعه، د سلواغې ۱۹مه) د چین په ژمنیو المپیک سیالیو کې ګډون کوي.

د هېواد د سنو بورډ فډراسیون مسوولینو ویلي، د سنو بورډ د ژمنیو المپیک سیالیو نهم پړاو د چین په هاربین ښار کې نن د اسیا د غوره لوبغاړو ترمنځ پیلیږي.

دغو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړي د درې کسیزې مسلکي ډلې په ملتیا د افغانستان استازیتوب کوي.

د افغانستان د سنو بورډ ملي لوبډلې دغو سیالیو ته د چمتووالي په موخه په هاربین ښار کې تمریناتي کمپ هم جوړ کړی و. 

د افغانستان د سنو بورډ پنځه کسیزه ډله هېواد کې د سیاسي بدلونونو له امله دوه کاله د سیالیو له ډګره لیرې پاتې وه. 

دا ژمنۍ سیالۍ نن پرانیستل شوې او د افغانستان لومړی استازی، احمد مجتبی حبیب‌زی به د سلوپي سټایل (Slopestyle) په برخه کې د خپلو سیالانو پر وړاندې ‌ډګر ته ښکته شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه