د هېواد د سامبو کورش فدراسیون رییس سید محمود ضیا دشتي وایي، افغانستان به سږ کال د رستمي غېږنیونې د نړۍوالو سیالیو کوربه وي.
هرات کې به دغه سیالۍ په دوو برخو کې ترسره شي.
دغو سیالیو کې به د افغانستان د رستمي غېږنیونې د لوبغاړو سربېره له څه باندې لسو هېوادونو لوبغاړي ګډون وکړي.
د سامبو کورش فدراسیون مسوولین ټینګار کوي چې دا سیالۍ به د سرپرست حکومت د ورزش ادارې په ملاتړ ترسره شي.
د سامبو کورش فدراسیون تر دې وړاندې کابل کې د دې ورزشي برخې د اسیايي سیالیو کوربهتوب هم کړی و.
په دې اړه مو اندونه