د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمر لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو په لړ کې نن شپه ۹ بجې او ۴۵ دقیقې د یمن پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.
دغه سیالۍ د طلوع نړۍوال ټلویزیون له لارې خپریږي.
دغه سیالۍ نن شپه داسې مهال ترسره کیږي چې د ملي لوبډلې روزونکي او لوبغاړو د خپل چمتووالي په تړاو خوښي څرګنده کړې ده.
له ۱۷ کلنو د کم عمره ځوانانو د اسیا ملتونو جام سیالۍ تېره ورځ (پنجشنبه) د سعودي عربستان په کوربتوب پیل شوې او افغانستان به په دې سیالیو کې له یمن، اندونیزیا او جنوبي کوریا سره په سي (C) ګروپ کې سیالي کوي.
په دې اړه مو اندونه