Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډله له سوېلي کوریا سره لوبه کوي

د افغانستان او سوېلي کوریا د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ، نن شپه (دوشنبې، د وري ۱۸مه) د ۲۰۲۵ اسیا ملتونو جام د سیالیو په لړ کې د سعودي عربستان په کوربتوب ترسره کېږي.

د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډله داسې مهال د لوبې ډګر ته درومي، چې د دغو سیالیو په "C" ډله کې په خپله لومړۍ لوبه کې له یمن څخه ماتې منلې ده.

بل لور ته سیالې د سوېلي کوریا لوبډلې هم خپله لومړۍ سیالي د اندونیزیا پر وړاندې بایللې ده.

په دغو سیالیو کې، د افغانستان لوبډله د سوېلي کوریا، یمن او اندونیزیا سره په یوه ګروپ کې ده.

دغه لوبه به د طلوع او لمر نړۍوالو شبکو له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي.

د فوټبال د ۱۷ کلنو اسیا ملتونو جام سیالۍ له تېرې اوونۍ راهیسې د سعودي عربستان په کوربتوب پيل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه