د افغانستان، سریلانکا او ایرلنډ الف کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې اړخیزې لوبلړۍ نن (یکشنبه) پیلیږي.
د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د ایرلنډ او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
دغه سیالۍ د افغانستان په کوربتوب متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.
افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د روانې اپرېل میاشتې په ۱۵مه نېټه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.
افغان الف لوبډلې تر دې وړاندې په یواځنۍ څلور ورځنۍ سیالۍ کې د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.
افغان لوبډلمشر دروېش رسولي په یوه خبري ناسته کې د لوبغاړو چمتووالی ښه بللی دی.
تر دغې لوبلړۍ وروسته به افغان لوبډله د سرېلانکا پر وړاندې یوه څلور ورځنۍ سیالۍ وکړي.
په دې اړه مو اندونه