د افغانستان د سوک وهنې ملي لوبډله د اسیا په اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه نن (یکشنبه، د غویي ۲۱مه) سهار سریلانکا ته روانه شوه.
فردوس نجیبي، مجتبی شریفي، عبدالله قیومي، عمان هوتک او مبصر قاطع هغه افغان لوبغاړي دي چې د درېیو بېلابېلو وزنونو په برخو کې به د خپلو سیالانو پر وړاندې ولوبیږي.
د سوک وهنې فدراسیون مسوولین طلوعنیوز ته وايي، د اسیا اتلولۍ سیالۍ د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې سبا (دوشنبه) پیلیږي.
افغان لوبغاړو سریلانکا ته تر سفر وړاندې د ښو پایلو ترلاسه کولو په موخه کابل کې د چمتووالی یو کمپ هم ترسره کړی دی.
د افغانستان د سوک وهنې ملي لوبغاړو تر دې وړاندې ایران کې له نړۍوالو سیالیو دوه د برنزو مډالونه هم ګټلي وو.
په دې اړه مو اندونه