Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټرمپ له پرېکړې وروسته امریکا ته د افغان لوبغاړو د ورتګ نامالوم برخلیک

د امریکا د میجر سوداګریز لیګ مسوولین وایي، هیله من دي چې افغان لوبغاړي به د ډانلډ ټرمپ له تازه بندیزه اغېزمن نشي او سږ کال به دغه لیګ کې ولوبیږي. 

د اي اس پي ان کرېک انفو د راپور لمخې، دوی ویلي چې له اړونده مسوولینو سره د بندیز تر پیل وړاندې امریکا ته د لوبغاړو رسولو په ګډون پر بېلابېلو لارو کار کوي. 

د دغه لیګ یوه ویاند ویلي: «موږ په دوامداره توګه وضعیت څارو او له اړوندو چارواکو سره کار کوو، څو د ميجر کرکټ لیګ (MLC) تر پيل مخکې د بهرنيو لوبغاړو د سفر پر وړاندې خنډونه لیرې کړو.»

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تازه دغه هېواد ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز لګولی او د اوو نورو هېوادونو د وګړو د سفر شرایط یې سخت کړي دي. 

دغه بندیز به د روانې جون میاشتې په ۹مه پيل شي.

که څه هم د المپیک په سیالیو او نورو سترو ورزشي لیګونو کې د لوبغاړو ګډون د ټرمپ له بندیزه استثنا دی خو مالومه نه ده چې میجر کرېکټ لیګ هم په دغو ورزشي لیګونو کې شامل دی او کنه. 

د امریکا په میجر کرېکټ لیګ کې راشد خان، عظمت الله عمرزی او نوین الحق د ام ای نیویارک، ګلبدین نایب، فضل الحق فاروقي او وقار سلام خېل د سيټل اورکاس او نور احمد هم د ټګزاس سوپر کینګز لپاره لوبیږي. 

راپور کې راغلي چې ځینې افغان لوبغاړي وار دمخه د دغه لیګ لپاره امریکا ته تللي دي. 

د امریکا میجر کرېکټ لیګ د روانې جون میاشتې په ۱۲مه پيلیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه