Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اجمل غني د آسیا الپیک شورا د اجرايي بورډ غړی شو

په سپورټي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار، اجمل غني د آسیما الپیک شورا د اجرایي بورډ غړیتوب ترلاسه کړ .

نوموړي چې د آسیا المپیک شورا په ۳۸ غونډه کې ګډون کړی وو، وتوانید چې د دې شورا د اجرايي بورډ غړیتوب لپاره اکثریت رایې خپلې کړي.

د یادونې وړ ده چې شیخ احمد الصباح د اکثریت رایو په خپلولو سره د آسیا المپیک شورا مشر په توګه پر خپل ځای پاتې شو.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې د هېواد د ښځو د باسکتبال لوبډلې غړې، سمیرا اصغري هم د المپیک نړیوالې کمېټې دایمي غړیتوب ترلاسه کړی وو.

اغلې اصغري ۲۴ کاله عمر لري او د ۲۰۱۴ زیږدیز کال راهیسې د اولمپیک نړیوالې کمېټې د لوبغاړو کمېسیون غړې وه.

اجمل غني د آسیا المپیک شورا په ۳۸ غونډه کې ګډون کړی وو او توانیدلی چې د دې شورا د اجرايي بورډ غړیتوب لپاره اکثریت رایې خپلې کړي

شریک یي کړئ