ټاکل شوې د افغانستان د فټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۲ نړیوال جام او د ۲۰۲۳کال د آسیا ملتونو جام سیالیو د غوراوي لپاره سبا(پنج ښنبې د تلې په ۱۸مه نېټه) د عمان هېواد له فټبال لوبډلې سره لوبه وکړي.
دغه لوبه به د عمان پلازمینې د مسقط ښار په السیب لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان د فتبال فدراسیون مخکې له دې په دې لوبه کې د ګډونکوونکو لوبغاړو نوملړ خپور کړی وو.
په دې نوملړ کې اویس عزیزي، احمد فیصل حمیدي، احمد حلال حسیني د دروازه ساتونکو، حسن امین، میلاد انتظار، دیود نجم، شریف محمد، هارون امیري، نجم حیدري، ذوالفقار نظري، فرزاد عطایي او علی باسط نظري د مدافعانو په توګه راغلي وو.
همداراز په منځنۍ او بریدلیکې نوملړ کې فرشاد نور، آدم نجم، فیصل شایسته، مصطفی آزادزوی، رحمتالله خیرخواه، نورالله امیري، اباسین علی خیل، نور حسین، محمد نعیم رحیمي، زبیر امیري او جبار شرزه شامل دي.
خو یوه ورځ مخکې د فټبال فدراسیون په تایید سره جبار شرزه او نجم په تمرین کې د زیان لیدو له کبله له لوبې پاتې شول.
افغانستان به د "اې" په ډله کې له هند، قطر، عمان او بنګلهدیش سره لوبه وکړي.