Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د ۲۹منډو په توپیر له ویسټ انډيز نه کریکټ لوبه وګټله

د هېواد کریکټ ملي لوبډلې له یوې ماتې او یوې بریا وروسته، دریمه ۲۰ اوریزه لوبه هم د ۲۹منډو په توپیر له ویسټ انډيز نه وګټله.

لوبه افغان لوبغاړو د توپ وهنې په برخه کې پیل او وتوانېدل چې د ۲۰ اورونو په ترڅ کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې ترسره کړې. د توپ وهنې په برخه کې د هېواد لوبغاړی ښه وځليد او ۷۹ منډې یې د خپلې لوبډلې په ګټه ترسره کړې.

خو پر وړاندې یې د سیالې ویسټ انډیز لپاره هم کوتریل ښه لوبه درلوده چې د توپ اچوونې سره یې دوه افغان لوبغاړي له میدانه ویستل.

په همدې حال کې د ویسټ انډیز کریکټ لوبډلې ښه توپ وهنه ونه کړه او د ۲۹منډو په توپير سره یې بریا افغانستان ته پرېښوده.

د ویسټ انډيز لوبغاړی، شي هوپ هم ښه توپ وهنه وکړه چې ۵۲ منډې یې ترسره کړې.

د لوبې په پای کې رحمان الله ګربز د لوبې ښه لوبغاړی وګڼل شو او کریم جنت هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰ اوریزو لوبو غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ویسټ انډیز ته د ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ بایللې وه، خو ۲۰ اوریزو لوبو کې یې له لومړۍ ماټې وروسته دوهمه د ۴۱ او دریمه د ۲۹ منډو په توپير وګټله.

ټاکل شوې افغانستان له ویسټ انډیز سره یوه ټسټ یا پنځه ورځنۍ لوبه ترسره کړي.

افغانستان ویسټ انډیز ته د ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ بایللې وه، خو ۲۰ اوریزو لوبو کې یې له لومړۍ ماټې وروسته دوهمه د ۴۱ او دریمه د ۲۹ منډو په توپير وګټله

شریک یي کړئ