د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس آوریزو سریز لوبو په وروستۍ لیدنه کې د اتو ویکټو په توپیر سره آیرلند ته ماتې ورکړه او د پنځوس آوریزه سریز سیالیو ګټونکې شوه.
دا لوبه تېره ورځ جمعه(د وږي ۹مه) ترسره شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله تر دې وړاندې هم په دریو لوبو کې آیرلند ته په ماتې ورکولو سره شل آوریزه سریز لوبه ګټلې وه.
ټاکل شوې ده چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله به د آسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه عربي متحده اماراتو ته ولاړه شي.
آسیایي جام سیالۍ به د شپږو آسیایي هېوادونو په حضور سره د سپټامبر له پنځلسمې پیل شي او د همدې میاشتې تر اته ویشتمې به دوام وکړي.