Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بامیانو کې د کرلینګ لوبې او د امکاناتو له نشتوالي شکایت

د بامیان ولایت بند امیر کې د کرلینګ لوبغاړي سره راټول شوي او د ستونزو سره سره سیالي سره کوي.

دوی وايي چې د کرلینګ څانګې لوبغاړي به په راتلونکو ژمنیو لوبو کې ګډون وکړي او دغه سیالۍ هم د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

دغه لوبغاړي د معیاري ډګر، بودیجې او د نورو اسانتیاوو نشتوالی ستونزې بولي او وايي حکومت د دغې لوبې د پراختیا لپاره هېڅ کار نه دی کړی.

د افغانستان د کرلینګ د ښځینه لوبغاړو کمېټې مسووله، حلیمه رضايي وايي:«موږ د افغانستان د کرلینګ فدراسیون غړیتوب لرو، خو بودیجه نه لرو، د لوبو میدان نه لرو، جنجالونه مو زیات دي.»

د کرلینګ لوبغاړی، ګل احمد زیاتوي:«دغې لوبې(کرلینګ) سره د خلکو مینه زیاته ده، په بامیانو او نورو ولایتونو کې... دغو لوبو کې ګډون کوو، خو د امکاناتو نشتوالي له کبله غړیتوب یې کم دی.»

curling

دغو لوبو سره د نارینه وو ترڅنګ نجونې هم مینه لري.

لوبغاړې، زینب اصغري یې په اړه وايي:«درې کاله کېږي چې دغه لوبه بامیانو ته راغلې ده، تېر کال هم بند امیر کې ترسره شوې، دا ځل هم بند امیر کې ترسره شوې، زه ورسره مینه لرم، او لوبو کې ګډون کوم.»

ټاکل شوې سبا(سې شنبې د سلواغې په ۲۲مه) بامیانو کې د ژمنیو لوبو سیالۍ ترسره شي او د کرلینګ لوبډله به هم په کې ګډون وکړي.

د کرلینک لوبو سره د نارینه وو ترڅنګ نجونې هم مینه لري او دغه لوبه ترسره کوي

شریک یي کړئ