Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې له یوګا سپورټ سره د نجونو د لېوالتیا زیاتوالی

بلخ کې له یوګا سپورټ سره د نجونو لېوالتیا زیاته شوې ده؛ چې دم ګړۍ په مزارشریف کې په لسګونو نجونو دغه سپورټ ته مخه کړې ده.

د یوګا ښوونکي وايي چې دغه سپورټ له دوو کلونو راهیسې په مزار شریف کې د ځوانانو په ځانګړې توګه د نجونو په منځ کې ځای پیدا کړی دی.

هغه نجونې چې دغه سپورټ کوي وايي چې یوګا سپورټ هغوی ته روحي ارامښت ورکوي.

د یوګا لوبغاړې عسل سلحشور په دې اړه وویل:«یوګا د یو کس پر نفس د اعتماد د لوړو لپاریه یو ډېر عالي سپورټ دی. په ځانګړې توګه په هغې ټولنه کې چې زموږ ژوند کوو او نرینه ښځو ته تړلی لید لري او فکر کوي چې ښځې باید د نرینه وو تابع وي، خو داسې نه ده.»

فاطمه حسیني چې له یوې مودې راهیسې د یوګا ښوونکې ده، وايي چې د یوګا د سپورټ مهارتونه یې په مزار شریف کې د هند د کونسلګرۍ په همکارۍ زده کړي دي.

فاطمه حسیني اوس شلو نجونو ته یوګا ور زده کوي:«له هغې ورځې مې چې یوګا سپورټ کړی په خپل وجود کې ډېر بدلون حس کوم؛ په خپل جسم او روح کې. زه په بشپړه توګه خپل روحي ارامښت ته رسېدلې یم.»
 
آرزو لشکري وایي چې ناسم دودونه یې مات کړي دی او ان د خپلو نږدې خپلوانو له مخالفتونو سره سره له دې ډلې سره یوځای شوې ده چې دا سپورټ زده کړي.

د یوګا لوبغاړی آرزو لشکري زیاتوي:«نجونې هم باید پرمختګ وکړي او کار وکړيږ اوس ښځو ته د خلکو لید یو جنسیتي لید دی او باید بدلون وکړي.»
 
له یوګا سپورټ سره د نجونو له ډېرې لېوالیتا سره سره، تراوسه د دغه سپورټ د ملاتړ لپاره هېڅ پروګرام نه دی پلی شوی . چې د بودیجې نشتوالی د هغه له بنسټیزو لاملونو بلل کېږي.

د بلخ ولایت د سپورټي فډراسیون رییس ابراهیم عثماني څرګندوي:«د تېرو کلونو په پرتله د یوګا په هکله د ښځو او نجونو لېوالتیا ډېره شوې او کرار کرار کورنیو هم درک کړې  چې نجونې هم کولای شي د نرینه وو په توګه کار وکړي او سپورټ وکړي.»

یوګا یو هندی سپورټ دی چې ۲۵۰۰ کاله لرغوتیا لري. په وروستیو کلونو کې دغه سپورټ په افغانستان کې هم ډېر مینه وال پیدا کړي دي؛ خو له مخالفتونو سره هم مخ شوی دی.

شریک یي کړئ