Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تمه ده انګلیس جون کې د فټبال غوره لیک سیالۍ بیا پيل کړي

د بریټانیا دولت د روان زیږدیز کال په جون میاشت کې د دغه هېواد د فټبال غوره لیک بیا پيل په تړاو شین څراغ ښکاره کړی دی.

تېره ورځ د دغه هېواد د فرهنګ او سپورټ وزیر، اولیوز داودین ویلي چې دولت به د فټبال بیا پیل لپاره دروازې پرانیزي.

هغه زیاته کړې ده چې د فټبال بیا پیل لپاره یې د دغه هېواد د فټبال فدراسیون له مسوولینو سره یې رغنده خبرې کړې دي:«موږ ټول هوکړې ته رسېدلي یوو چې د روزونکو، لوبغاړو ساتنې په صورت کې دا کار مخې ته یوسو.»

هغه وړاندې وویل:«زموږ متخصیصین، روغتیايي مسوولین به دغه برخه کې خپلې کړنې مخې ته یوسي، څو دا پرېکړه پلې شي.»

د انګلستان د فټبال غوره لیګ سیالۍ د مارچ میاشتې په نیمايي کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله وځنډول شوې.

د دغه هېواد روغتیايي مرستیال، جانتن ونتام ویلي چې باید یوه حساب شوې تګلاره پلې شي، دا چې ټول باید سالم پاتې شي.

شریک یي کړئ