د افغانستان د جوجیتسو لوبغاړی حسین بخش صفري، په اسیا کې د جوجیتسو تر ټولو سترو سیالیو کې د کونټکټ جوجیتسو په څانګه کې لومړی مقام او د سرو زرو مډال یې خپل کړ او همدارنګه د جوجیتسو په فایټنګ څانګه کې یې هم د برونزو مډال ترلاسه کړ.
دا سیالۍ نن (جمعه د چنګاښ په ۲۸ مه) د منګولیا په اولانباتور ښار کې جوړې او په هغه کې د ۲۴ هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی وو.
حسین بخش صفري په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې «دا د سروزو او برونزو مډالونه خپل کړېدلي او اتل ولس ته ډالۍ کوم؛ ای کاش کولای مې شوای چې له سپورټي اړ ور اخوا مې تاسو ګرانو خلکو ته مې خدمت کړلای شوای.»
د هېواد دغه لوبغاړي، خپل لومړنی د سرو زرو مډال یې په ۲۰۱۷ کال کې دننه په سالون کې د اسیایي او رزمي هنرونو په سیالیو کې چې د ترکمنستان په عشق اباد کې ترسره شوې وې، ترلاسه کړ.
هغه په دغو سیالیو کې، د رزمي سپورټونو او د نیوفول کنټاکت جوجیتسو په څانګه کې د ۶۲ کیلو ګرامه وزن په لرلو ګډون کړی و، او وتوانېد چې د ترکمنستان او قرقیزستان له هېوادونو خپل درې سیالان مات او د سرو زرو مډال ترلاسه کړي.