Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ازبیکستان په نړیوالو سیالیو کې د هېواد د موی تای لوبغاړو ځلېدنه

د هېواد د موی تای لوبغاړو ډلې د ازبیکستان په نړیوالو سیالیو کې، ښه ځلېدلي او توانېدلي چې د دغو سالیو پای لوبې ته لاره پيدا کړي.

د دغو سیالیو په دویمه ورځ جواد کریمي په ۶۳،۵ کیلوګرامه وزن کې په خپله دویمه لوبه کې خپل ازبیکستانی سیال ناک اوټ کړ او د دغو سیالیو پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

د هېواد بل لوبغاړی ابراهیم هزاره په ۶۷ کیلو ګرامه وزن کې، خپل کازاخستاني سیال ته ماته ورکړه.

همدارنګه امین الله کریمي هم د ځوانانو په ۵۷ کیلو ګرامه وزن کې بریالی شو چې خپل ازبیکستانی سیال مات کړي او بل پړاو ته لاره ومومي.

د موی تای نړیوالې سیالۍ د افغانستان، تاجیکستان، کازاخستان او د ازبیکستان د څلورو ډلو په ګډون د روانې زیږدیزې میاشتې په ۱۱مه په تاشکند کې پیل شوې دي.

په دغو سیالیو کې د هېواد د موی تای دوه ډلو چې پنځه لوبغاړي، دوه لوبڅاران او د ډلې یوه مشر په کې شامل دي ګډون کړی وو. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه