د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د سوېل ختیخې اسیا د پنځه اړخیزه سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې د ویټنام د ساحلي فوټبال لوبډلې ده ۷-۳ پایلې سره ماتې ورکړه.
دغه لوبه نن (شنبې، د لړم په ۲۵مه) په ټایلنډ کې ترسره شوه.
په دغې لوبه کې، د افغانستان ملي لوبغاړي په درې پاڼیو کې وتوانېدل چې ویټنام مات کړي.
دا د سوېل ختیخې اسیا په پنځه اړخیزه سیالیو کې د افغانستان لومړنۍ بریا ده.
افغانستان خپلې دوه نورې لوبې چین او تایلنډ ته بایللې دي.
خو ویټنام بیا خپلې دوه مخکنۍ لوبې له چین او مالیزیا څخه ګټلې دي.